ايران کې د مظاهرو دوام؛ د تازه لاريونونو خبر ورکړل شوی

ایران کې لاريونونه

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې، چې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلابه وروسته تر ټولو لویې بلل شوی، اتیایمې ورځې ته ورسېدې.

دغه مظاهرې وروسته تر هغه پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه پيغله مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا د حجاب نه مراعتولو په تور ونیول شوه او توقیف کې یې سا ورکړه.

اعتراض کوونکو د دې اونۍ په لومړیو دریو ورځو کې د درې ورځني اعتصاب غوښتنه وکړه او نن چهارشنبه یې له خلکو غوښتي چې د تهران د ازادۍ میدان لوري ته لاریون وکړي.

یو شمېر ایراني ښځو د ( ښځې، ژوند او ازادۍ) شعارونه ورکول او د سرونو ویښتان یې قیچی کړل.

د دغه درې ورځني اعتصاب غوښتنه د مظاهرو د تنظیمونکو پر ټویټرپاڼو خپره شوې او رویټرز اژانس پرې راپور ورکړی دی.

د مظاهرو په دوام پرون یو شمېر ایراني ښځو د ( ښځې، ژوند او ازادۍ) شعارونه ورکول او د سرونو ویښتان یې قیچی کړل.

سره له دې چې په ایران کې د چارواکو له‌خوا د ګشت ارشاد پولیسو د لغوه کېدو ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، خو د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د اسلامي جمهوریت پر دې ادعاو باور ونه کړي.

ايران کې لاريونونه

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، نړیواله ټولنه باید په ایران کې له ښځو او نجونو سره دوامداره تاوتریخوالی چې د اجباري حجاب د نه مراعتولو په خاطر ورسره کیږي، له پامه ونه غورځوي.

قضایه قوه به په ټولنه کې د خلکو چار چلند څاري.

د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري په دې وروستیو کې وویل چې، قضایه قوه به په ټولنه کې د خلکو چار چلند څاري.

د بښنې نړیوال سازمان د لوی څارنوال د همدې خبرې په استناد وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د اجباري حجاب له تګلارې نه شاته کېږي.

تر دې وړاندې د ایران نورو چارواکو هم ویلي چې مظاهرې به د حجاب په برخه کې د نظام هوډ بدل نه‌کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه هیچا په رسمي ډول په ایران کې د ګشت ارشاد پولیسو منحلول نه‌دي تایید کړي.

د ايران د ګشت ارشاد پوليسو موټر

بل خوا د ایران په زندانونو کې له ښځینه زندانیانو سره د ناوړه چلند او جنسي تیري راپورونه هم خپاره شوي دي.

د ایران د زهدان ښار د اهل سنت امام مولوي عبدالحمید پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، حکومت دې د ښځینو زندانیانو د سپکاوي، ځپلو او اجباري اعتراف پېښو ته رسیدګي وکړي او عاملانو ته دې سخته سزا ورکړي.

مولوي عبدالحمید ویلي، پر ښځینه زندانیانو جنسي تعرض نه یوازې دا چې رسنیو کې راغلی، بلکې د ځینو زندانیانو له خبرو هم ثابتیږي.