د روسيې پر يوې هوايي اډه باندې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی

انځور - ارشيف

د روسیې پر یوه بله هوايي اډه هم پرون د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون برید وشو چې په نتیجه کې یې هلته اور ولګېد.

له دې یوه ورځ مخکې هم روسي چارواکو په دوو هوايي اډو کې چې یوه یې د اوکراین له پولو څو سوه کیلومتره لېرې پرته ده د ډرونونو په وسیله د حملو خبر ورکړی و.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په دې اړه چې دا حملې به اوکراین کړې وي، هيڅ راز معلومات نه‌شته.

په بیان کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له قوله ویل شوي چې، متحدایالات نه دا ډول حملې هڅوي او نه یې د روسیې په خاوره کې د حملو لپاره له اوکراین سره مرسته کړې.

د اوکراین له سرحده نژدې نوي کیلومتره لیرې د روسیې د کورسک ښار چارواکو پرون د یوې هوايي اډې تصاویر چې پر سر یې تور لوګی ښکارېده خپاره کړل او والي یې وویل چې د یوه ډرون په برید کې د تېلو یوه ټانک اور اخیستی دی.

د ډسمبر په پنځمه هم د اوکراین له سرحده ۶۰۰ کیلومتره لیرې د ساراتوف ښار او د مسکو د جنوب ختیځ ښار ریازان په هوايي اډو کې د ډرون د حملو خبر ورکړل شوی و.