د جلال اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې

عاجل خبر

د جلال اباد ښار د صرافۍ په بازار کې نن ماسپښین مهال چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د جلال اباد تلاشۍ چوک ته څېرمه د پیسو د تبادلې په بازار کې شوې او مرګ‌ژوبله هم لري خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

په سیمه کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نن له دې مخکې په مزار شریف ښار کې هم پر یو بس د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول.

په بلخ کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي وايي،چاودنه سهار مهال د مزار شریف د درېیمې ناحیې په سیداباد څلور لارې کې د حیرتان د نفتي موادو د کار کوونکو د سپرلۍ د بس په لاره کې د یوه ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري تایید کړې ده چې چاودنې شپږ کسان وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي.

د ښاغلي وزیري په وینا ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.