نظرپوښتنه: د روسیې ۲۵ سلنه وګړي د جګړې پلوي دي

د روسي ځواکونو له لوري د اوکراین د یوې ویشتل شوې ودانې انځور

په یوه نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې د روسیې یوازې په سلو کې ۲۵ وګړي د جګړې پلوي دي.

د اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا نظرپوښتنه پر اوکراین د روسیې د یرغل په لسمه میاشت شوې او پایلې یې تېره اوونۍ د روسیې په یوه خپلواکه رسنۍ مدوزا کې خپرې شوې.

مدوزا په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا نظرپوښتنه د کریمیلین په پټه غوښتنه شوې او دوی یې پایلې ترلاسه کړي دي.

په نظرپوښتنه کې ۵۵ سلنه پوښتل شویو روسانو ویلي چې له اوکراین سره د خبرواترو غوښتونکي دي.

تر دې څو ورځې وړاندې د روسیې لیوادا مرکز، چې ځان مستقل بولي، د خپلې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې وې چې پر اساس یې ۵۳ سلنه پوښتل شویو روسانو د جګړې د پای ته رسېدو او له اوکراین سره د سولې د خبرو د پیلېدو ننګه کړې وه.

د روسیې حکومت د دغو نظرپوښتنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.