سوډان کې د واک پر لېږد او انتخاباتو موافقه وشوه

د سوډان بیرغ

د سوډان د پوځ قوماندانانو او د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو پرون دوشنبه یوه موافقه لاسلیک کړه چې د دوی په وینا په دوو کلونو کې واک لېږد او انتخاباتو ته لار هواروي.

د دې موافقې پر اساس به هغه پراخ سیاسي تاوتریخوالی پای ته ورسېږي چې د ۲۰۲۱ د اکټوبر پوځي کودتا رامنځته کړی دی.

دا موافقه، چې ممکن د سوډان د کړکېچ لپاره حللار وي، د ځینو سیاسي ډلو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

د دې موافقې څو زره مخالفان پرون د خبرو ځای ته نږدې راټول شوي وو، خو امنیتي ځواکونو د هغو د تیتولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار واخیست.