نن د فوټبال نړیوال جام د منځ لوبو وروستۍ ورځ ده

د پرتګان او یوروګوای ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

نن د فوټبال نړیوال جام د منځ لوبو وروستۍ ورځ ده.

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو د پړاو په وروستۍ ورځ به نن د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو مراکش له هسپانیا او د شپې په یولس نیمو بجو پرتګال له سویس سره لوبې وکړي.

د دې ورځې ګټونکې لوبډلې به د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه په کوارټر فاینل کې سره مخ شي.

د یادونې ده چې پرون برازیل او کرووېشا د خپلو سيالانو په ماتولو سره کوارټرفاینل ته ووتل.