د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ جاپان او سويلي کوریا له نړيوال جام بهر شوې

د جاپان او کرووېشیا د لوبې یو انځور

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سياليو په منځ لوبو کې کرووېشیا د پنالټي شوټونو په ترڅ کې جاپان مات کړ او برازیل بیا په یوه اړخیزه لوبه کې ۴-۱ سویلي کوریا له نړیوال جام بهر کړه.

پرون په لومړۍ لوبه کې کرووېشيا او جاپان سره مخ شول، دواړو لوبډلو د لوبې تر پایه ۱ـ۱ ګول وواهه، خو د لوبې پایله بلاخره د پنالټي شوټونو په وهلو سره معلومه شوه چې د کرووېشیا ګول کيپر د جاپانیانو د ۳ شوټونو دفاع وکړه او خپله لوبډله یې کوارټر فاینل ته ورسوله.

د ورځې په دویمه لوبه کې برازیل بیا په ډيرې اسانۍ سره سویلي کوریا ته ۴ـ۱ ماتې ورکړه.

دې لوبې ته د برازیلۍ لوبډلې پياوړی لوبغاړی نیمار هم د ټپونو تر رغېدو وروسته راستون شوی و.

د دې ورځې ګټونکوې لوبډلې برازیل او کرووېشیا به د ډسمبر میاشتې په ۹ نېټه په کوارټر فاینل کې سره مخ شي.

د یادونې ده نن د شپاړلس غوره لوبډلو وروستی پړاو دی چې په لومړۍ لوبه کې به مراکش او هسپانیا او په دویمه لوبه کې به پرتګال او سویس سره مخ شي.