د قطر او اماراتو مشرانو له څلور کلن ځنډ وروسته لیده کاته کړي

د دوحې یوه څنډه

د متحده عربي اماراتو ولسمشر پرون په دوحه کې د قطر له امیر سره وکتل.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام راپور ورکړی چې د اماراتو د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ترمنځ په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

دا لومړی ځل دی چې د عربي متحده اماراتو ولسمشر د دواړو خلیجي هېوادونو تر منځ د اړیکو له څلور کلن ځنډ وروسته دوحې ته سفر کوي.

د قطر او اماراتو اړیکې د ۲۰۱۷ کال له جون د ۲۰۲۱ کال تر جنوري پورې د ډپلوماټیکې لانجې په خاطر پرې وې.

قطر ته تر سفر یوه ورځ مخکې د اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ابوظبۍ کې د طالبانو د حکومت د دفاع له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره وکتل.

که څه هم د نړۍ کوم هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د عرب نړۍ ځینې هېوادونه له هغې ډلې قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او له کلونو راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.