فوټبال؛ نن جاپان له کروويشيا او برازيل له جنوبي کوريا سره لوبه کوي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

ټاکل شوې چې نن د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې لومړی د ماښام په اوه نیمو بجو جاپان او کروویشیا سیالي سره وکړي او د شپې په یوولس نیمو بجو به د برازیل او جنوبي کوریا لوبډلې سره مخامخ شي.

د دې پړاو بریالي ټیمونه د خپلو سیالانو له ماتولو وروسته نیم پایلوبې ته وځي.

په بیګانیو لوبو کې فرانسې پولنډ ته درې- یو او انګلنډ سنیګال ته درې- صفر ماتې ورکړه او په دې توګه فرانسه او انګلینډ چې غښتلې لوبډلې لري، د اتو غوره لوبډلو یا نیم پایلوبې پړاو ته ورسېدل.