د نړيوال بانک مرستياله: د اوکراين بيا رغونه ۶۰۰ مليارده يورو لګښت ته اړتيا لري

اوکراين کې د جګړې له امله رامنځته شوې ويجاړي

د نړیوال بانک مرستیاله انا بجرد Anna Bjerde وايي چې د جګړه ځپلي اوکراین بیا رغونه ۵۰۰ یا ۶۰۰ میلیارد یورو لګښت ته اړتیا لري.

نوموړې دا څرګندونې پرون د اتریش له دې پریس ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې.

مېرمن بجرد وویل، له اروپايي کمېسیون او د اوکراین له حکومت سره په ګډه یې د دې احتمالي لګښت اټکل چمتو کړی دی.

هغې زیاته کړه چې د جون میاشتې په لومړیو کې د اوکراین د زیانونو د رغونې لګښت ۳۵۰ میلیارد یورو اټکل شوی و، خو د مېرمن بجرد په وینا له هغه راهیسې د دوی په اټکل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.