د ملګرو ملتونو استازې له طالب چارواکو سره د نشه‌يي توکو د مخنيوي پر هڅو خبرې کړي

روزا اوتونبايووا له يو طالب چارواکي سره د ليدنې پر مهال، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې د طالبانو د حکومت د مخدرو مواد پرضد د مبارزې له جګپوړي چارواکي سره په کتنه په افغانستان کې د مخدرو موادو د مخنیوي پر هڅو خبرې کړي.

په هغه بیان کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما بېګا خپور کړ ویل شوي دي چې، روزا اوتونبایووا د کورنیوچارو د وزارت د مخدرو موادو د مخنیوي له معین عبدالحق اخند سره کتلي او له هغه سره یې په افغانستان کې د مخدرو موادو د کارولو د مخنیوي، د روږدو کسانو د علاج لپاره د هڅو او د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې.

د بیان له‌مخې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید، قاچاق او تجارت یوه لویه ننګونه ده.

په بیان کې یادونه شوې چې افغانستان د نړۍ په سلو کې ۸۵ تریاک تولیدوي، په داسې حال کې چې د ملګروملتونو په مخکینیو بیانونو کې دا سلنه له نوي زیاته ښودل کېده.