ایران د ښځو حجاب په تړاو ګزمې ودرولې

ایران کې د ارشا په نامه پولیس هغه ښځې کېنولي چې حجاب یې نه ده مراعات کړی.

ایران د هغې ګزمې فعالیت ودراوه چې ښځې یې حجاب ته اړ ایستلې.

دا په ایران کې له وروستیو اعتراضونو وروسته د ایران د حکومت له لوري له خپلو جبري مقرراتو څخه یو ګام شاتګ بلل شوی دی.

د ایران لوی څارنوال محمدجعفر منتظري پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د «ارشاد» فعالیت له قضاییه قوې سره تړاو نه لري او په کوم ځای کې چې تاسیس شوی و له هماغه ځای یې فعالیت درول شوی دی.

ده د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د ایران پارلمان او د فرهنګي انقلاب عالي شورا په ټولنه کې د حجاب په شمول د خلکو د اعمالو په اړه خپل نظر اعلان کړي.