د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې ۳ پولیس وژل شوي

ارشیف

د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې پرون شنبه د پولیسو پر یوه موټر په برید کې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو یوه ځايي چارواکي محمدعلي ګنډاپور رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پر پولیسو تېر ماښام برید په داسې حال کې وشو چې هغوی ګزمه کوله.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی.

دې ډلې په وروستیو کې اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او خپلو وسله والو ته یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د عملیاتو د پیلولو امر وکړ.