رسنۍ: کاناډا په افغانستان کې بشري مرستو ته د اجازې نه ورکولو په اړه څېړنې کوي

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

سي پي ۲۴ رسنۍ:

په داسې حال کې چې مایوسي په ډېرېدو ده وزیران افغانستان ته د بشري مرستې پر بندیز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کوي.

دا د کاناډا د سي پي ۲۴ رسنۍ د ویبپاڼې سرلیک دی. دې او نورو کاناډايي خپرونو لیکلي چې د کاناډا د واکمن لیبرال ګوند ۳ وزیرانو په دې اړه بلنه رد کړې چې ولې افغانستان ته د کاناډا د بشري مرستو مخه نیول شوې ده.

کاناډايي رسنیو لیکلي چې د دغه هېواد سنا جرګه په دې اړه څېړنې کوي چې د کاناډا حکومت ولې مرستندویانو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي.

تمه ده چې د کاناډا د مشرانو جرګې د بشري حقونو کمېټه سبا دوشنبه د فدرالي حکومت د تروریستي ضد مقرراتو په اړه، چې د بشري مرستو ډلې په افغانستان کې له کار کولو څخه راګرځوي، استماعیه غونډه وکړي.

د کاناډايي رسنیو پر اساس، وروسته له دې چې طالبانو د تېر کال د اګست په ۱۵مه واک ترلاسه کړ، کاناډايي چارواکو د بشري مرستو ډلو ته وویل چې په افغانستان کې خلکو ته پیسې ورنه کړي او نه هغوی ته نورې مرستې ولېږي ځکه چې له تروریستي ډلې سره مرسته ګڼل کېږي.

د کاناډا د پارلمان غړیو د دې مسئلې په اړه د جنورۍ په لومړیو کې غونډه لرله او د جون د میاشتې په راپور کې یې سپارښتنه وکړه چې د کاناډا حکومت دې د خپلو قوانینو په ترمیمولو سره د خپلو متحدانو او ملګروملتو لاره خپله کړي او اجازه دې ورکړي چې د کاناډا مرستندویې ډلې افغانانو ته مرستې ورسوي.

کله چې د جمعې په ورځ د کاناډا له صدراعظم جسټین ټروډو څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، وضاحت یې ورنه کړ.

مېل ورځپاڼه:

د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې چې له کبله یې د پاکستان د شارژدافېر ساتونکی ژوبل شو.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې امریکا دا برید غندلی دی.

ورځپاڼه لیکي، دا برید په داسې وخت کې وشو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د اسلام اباد د دې ادعا پر سر ترینګلې شوي چې د پاکستان د حکومت مخالف ځواکونه یعنې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه د پاکستان پر ضد حملې تنظیموي.

د ورځپاڼې پر اساس، د پاکستان پر شارژدافېر سفارت ته نږدې له یوې ودانۍ ډزې وشوې. له پېښې ډېر لږ وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې اړه ټویټ وکړ، برید یې د پاکستان د سفارت د مشر عبیدالرحمان نظاماني د وژلو هڅه وبلله او ویې غندله.

پاکستان د خپل شارژدافېر ټپي ساتونکی په هیليکوپټر کې خپل هېواد ته یووړ او اوس یې هلته درملنه کېږي.

د مېل ورځپاڼې د لیکنې پر اساس، دا پېښه څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیره کابل ته لاړه او له طالب چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او اندېښنو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نېډپرایس ویلي چې هېواد یې د پاکستان پر سفارت برید غندي.

پرایس، چې له خبریالانو سره غږیده، وویل، له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې تاوان ور رسېدلی، خواخوږي ښيي.