پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي له افغانستانه بهر سفر وکړ

د کرزي د حکومت د مهال د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه له کرزي سره خپل عکس، چې دواړه په الوتکه کې سپاره دي، خپور کړی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی له افغانستانه ووت.

د افغانستان د نجات حرکت مشر ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه له الوتکې د کرزي او خپل د عکس په خپرولو سره له افغانستانه بهر د ګډ سفر یادونه کړې ده.

زاخېلوال په دې اړه چې دوی کوم هېواد ته سفر کړی، جزئیات نه‌دي ورکړي، خو هیله‌یې ښودلې چې افغانستان بېرته ستانه شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د لومړی ځل دی چې حامدکرزی له افغانستانه بهر سفر کوي.

په ځلونو داسې راپورونو خپاره شوي و چې طالبانو پر پخواني ولسمشر حامدکرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مخکېني مشر عبدالله عبدالله او مشرانو جرګې مخکېني مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سفر بندیز لګولی دی.

خو عبدالله عبدالله او فضل‌الهادي مسلمیار له افغانستانه بهر سفر کړی و.

مخکې له دې، د روان کال په غويي/ثور میاشت کې هم داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو متحده عرب اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي د سفر مخه نیولې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو رسنیو ته دا خبره تایید کړې وه.

ټاکل شوې وه چې هغه مهال کرزی د متحده عربي اماراتو د دولت د پخواني رییس خلیفه بن زاید النهيان په فاتحه کې د ګډون په موخه اماراتو ته سفر وکړي.

پخواني ولسمشر خپله هم د مارچ په نهمه له العالم تلوېزیون سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړي او ویلي و چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد متحده عربي اماراتو ته د کرزي د سفر د مخنیوي یا له هوايي ډګره د هغه د راګرځولو د پېښې په اړه د ازادي راډیو ته ویلي و: "داسې خبره به سمه نه‌وي چې له هوايي ډګر نه راګرځول شوی. ځکه هلته ما پوښتنه وکړه. میدان هوايي کې مسولینو له داسې کومې موضوع خبر نه‌درلود. په هر صورت په دې اړه تحقیقات روان دي چې هر کله معلومات دقیق شي تاسو سره به‌یې شریک کړو."

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه جزییات شریک نه‌کړل.