چارواکي: د زابل په شاجوی کې د نس ناستي ناروغي خپره شوې

ارشیف: د افغانستان په جنوب کې په نس ناستي ناروغۍ اخته کسان تر درملنې لاندې دي

د زابل په شاجوۍ ولسوالي کې د نس ناستي ناروغي خپره شوې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې هغو سیمو ته چې دا ناروغي په کې خپره شوې، طبي ډلې استول شوي دي.

هغه وویل: "د برج په سیمه کې نژدې اتیا تنه په دې ناروغۍ اخته شوي وو چې سیمې ته د عامې روغتیا ځانګړي ټیمونه ورسېدل. هلته يې د ناروغانو درملنه کړې او د هغو مریضانو وضعیت چې ښه نه و روغتون ته انتقال شوي دي."

له بلې خوا نن سها ر په زابل ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۹ تنه ټپیان شوي او یو مړ تن شوی دی.

د ځینو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی.