د ازادي راډيو اف‌ام نشراتو بندېدو پر وړاندې د غبرګونونو دوام؛ امریکا د طالبانو پرېکړه ظالمانه وبلله

ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د خپرونو پر بندیز غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ازادي راډيو او امریکا غږ په نشراتو د طالبانو لخوا بندیز دا وښوده چې دوی به خپلو ظالمانه پرېکړو ته دوام ورکړي.

د دې وزارت ویاند نېډپرایس په خپل تویټر پاڼه لیکلي چې امریکا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنیو په پراخه کچه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست ویسټ هم د طالبانو دغه اقدام غندلی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل، افغانان حق لري چې خبرونو او راپورونو ته پرته له کوم توپیري چلند لاسرسی ولري.

په ورته وخت کې د بې پولې خبریالانو ټولنه "RSF" د طالبانو له حکومت نه غوښتي چې ژر تر ژره دې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي او د رسنیو ځپل او دغه شان د خبریالانو خپلسرې نیول دې ودروي.

د بې پولې خبریالانو په یوه اعلامیه کې چې د دغه بنسټ په رسمي ویب سایټ خپره شوې راغلي د طالبانو سخت اقدامات د دې لامل شوي چې ځینې رسنۍ خودسانسورۍ او یا هم د خپلو فعالیتونو بندولو ته مجبوره شي.

ازادي راډیو تل د افغانانو د اواز اوچتولو او خپرونو رسنۍ وه او وي به.

د دې ټولنې په خبره، هغه رسنۍ چې د افغانستان نه بهر د افغانستان لپاره نشرات کوي په اوسنيو شرایطو کې موجودیت یې ډېر مهم دی.

په همدې حال کې د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د ازادي راډیو او امریکا غږ په وړاندې د طالبانو دغه کړنه د بیان ازادي ته د دوی نه ژمنیتا ښيي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "موږ باید خلکو ته دا په واک کې ورکړو چې هر ډول معلوماتو ته لاسرسی ولري، اوسني محدویتونه حاکم نظام د خلک په وړاندې بې باوره کوي. د دې لپاره چې په اوسنۍ نړۍ کې هغه معلومات چې سانسور شي او له فلتر نه ووځي خلک پرې باور نه کوي، د همدې له امله خلک په حاکم نظام بې باوره کېږي."

په افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو ټولنې هم دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو په افغانستان کې ځانګړي مینه وال درلودل او د نشراتو له بندولو سره یې خلک له تعیلمي خپرونو او په ټوله کې اطلاعاتو ته یې لاسرسی سختېږي چې دغه چاره له افغانستان نه نړۍ ته د بیان ازادۍ یو بد انځور وړاندې کوي.

د طالبانو له لوري د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د نشراتو بندولو ته ورځ تر بلې غبرګونونه په زیاتېدو دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ازادې اروپا / ازادي راډیو نشرات بند کړل.

د دې وزارت د نشراتو د څار برخې رییس عبدالحق حماد د ازادي راډیو د نشراتو د بندولو لامل د ده په وینا د بې پريتوب او د خبریالۍ اصولو نه مراعتول ښودلی و.

په پراګ کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو مرکزي دفتر یوه څنډه

خو د ازادې اورپا/ ازادي راډیو اجرایوي مسوول او رییس جیمي فلای بیا وايي چې ازادي په افغانستان کې لسګونه میلیونه افغانانو ته د شاه رګ حیثت لري او د طالبانو دغه پرېکړه به دوی ډېر خفه کړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رییس جیمي فلای

ښاغلي جیمي فلای ویلي چې د ازادې اروپا / ازادي راډ‌یو به خپل ایډیټوریال اصول د طالبانو په خوښه بدل نه کړي او زموږ د تجربو له مخې زموږ اورېدونکي به هڅه وکړي چې موږ پیدا کړي او هېڅ څوک د حقیقت ویلو مخه نه شي نیولای.