د روسي تېلو په اړه د اروپايي ټولنې پرېکړه هرکلي سره مخ شوې

ارشیف

د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه یا جي۷ او استرالیا د اروپایي ټولنې له دې پرېکړې سره یوځای شول چې د روسیې د تېلو لپاره ځانګړې بیه وټاکي او یو بېرل په شپېته ډالرو وپېري.

دا هېوادونه وایي چې له دې سره به په اوکراین کې د روسیې د جګړې اصلي تمویلونکې سرچینه محدوده شي.

د اروپایي ټولنې استازي پرون تر دې مخکې دې موافقې ته ورسېدل چې د روسیې تېل به یو بېرل په شپېته ډالرو اخلي.

دا پرېکړه د دې ټولنې د غړیو هېوادونو تایید ته اړتیا لري، خو اټکل کېږي چې دا به تصویب شي.