د امریکا متحدهایالاتو په سویلي اسیا کې د القاعده ډلې او د پاکستاني طالبانو څلور مشران د ترهګرو په توګه نومولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې کسانو نومونه په سویلي اسیا کې د القاعده مشر اسامه محمود، د هغه مرستیال عاطف یحیی، د القاعده شبکې د استخدام مسوول محمد معروف او د پاکستاني طالبانو مشر قاري امجد ښودل شوي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د امریکا د دې پرېکړې پر بنسټ، د دې کسانو ټول ملکیت او داريي کنګل کېږي او د متحدهایالاتو ټول وګړي له دوی سره د هر ډول ښکېلتیا څخه منع ګرځول شوي.
په دې اړه نور: امريکا: افغانستان کې تاوتريخوالی او بشري وضعيت د لوېديځ لپاره ګواښ دیخو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د دې ترهګرو شتون ته اشاره شوې او زیاتوي: "متحده ایالات ژمن دي چې په افغانستان کې د هغو ټروریسټي ډلو لهخوا چې د هند په لویه وچه کې د القاعدې (AQIS) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې برخې په توګه فعالیت کوي، د ګواښ سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد وسیلو څخه کار واخلي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم په خپله ټویټرپاڼه دا خبره یقیني کړې چې ګنې د القاعده او پاکستاني طالبانو دا څلور مشران په افغانستان کې دي.
هغه لیکلي: "متحده ایالات په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لهخوا له رامنځته شوي ګواښ سره مبارزې ته ژمن دي، څو دا یقیني کړي چې ترهګر له افغانستان څخه د نړیوال تروریزم د یوه خوندي ځای په توګه کار وا نهخلي."
The United States is committed to countering the threat posed by terrorist groups in Afghanistan to ensure that terrorists do not use Afghanistan as a platform for international terrorism. @StateDept designated four leaders of Afghanistan-based AQIS and TTP.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) December 1, 2022
خو طالبان بیا دا خبره نهمني چې ګنې افغانستان دې د ترهګرو لپاره خوندي ځای وي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې نه موږ چا ته داسې اجازه ورکوو او نه داسې څوک شته. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا په ضد وکاروي او یا هم د افغانستان له خاورې نا سمه استفاده وشي. دا زموږ سټراټیژي او د افغانستان او د سیمې اړتیا ده."
طالبان داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو د نشتون ادعا کوي چې د امریکا متحدهایالاتو د جولای په وروستیو کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري د وژلو خبر ورکړ.
ترڅنګ یې پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
هغه ویلي، د پاکستاني طالبانو مشران او نږدې ۶ زره غړي افغانستان کې پټ دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.