له طالبانو د پاکستان غوښتنه: د افغانستان له خاورې پر پاکستان د تروريستي بريدونو مخه ونيسئ

انځور - ارشيف

پاکستان حکومت له افغان طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د تروریستي حملو مخنیوی وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستاني طالبانو وروستۍ ادعا چې د کوټې حمله دوی کړې ده، دا ګواښ چې افغانستان به د تروریستانو لپاره په خوندي ځای بدلېږي رامنځته کوي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلوچستان په پلازمېنه- کوټه کې په یوه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

په دې حمله کې هغه پولیس په نښه شول چې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاینرانو امنیت یې نیولی و.