روسيې د اوکراين پر خرسون ښار بيا بريدونه کړي

انځور - ارشيف

د اوکراین جنوبي خرسون ښار پرون پنجشنبې، یو ځل بیا د روسيې د پوځ په توغندويي حملو کې په نښه شو.

د دې ښار پوځي ادارې پرون وویل چې، په دې حملو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په ښار کې د برښنا جریان پرې شوی دی.

د اوکراین پوځ د اوکراین په ختیځه جبهه کې بخموت ښار ته نژدې هم پر ځینو ښارونو د توغندويي حملو خبر ورکړی.

پر خرسون ښار د روسي ځواکونو په راکټي حملو کې چې د نوامبر په شلمه پیل شوې، تر اوسه شل کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلوېښت کسان ټپیان شوي.