د جاپان او هسپانيا لوبډلې د فوټبال نړيوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې

د جاپان او هسپانيا فوټبال لوبه

د جاپان او هسپانیا لوبډلې د تېرې شپې په سیالیو کې له بري وروسته د فوټبال د نړیوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې.

جاپان هسپانیا ته د یو په وړاندې په دوه ماتې ورکړه او له دې سره هم‌مهاله جرمني له کوستاریکا څخه د دوو په وړاندې په ۴ ګولونو وګټله.

سره له دې چې جاپان تېره شپه کوستاریکا ته ماتې ورکړه خو جاپان د شپږو امتیازونو خاوند شو او د اي ګروپ د لومړي ټیم په توګه یې بل پړاو ته لاره ومونده او هسپانیا، چې د جرمني په شان یې ۴ امتیازونه لرل، د ګولونو د امتیاز له کبله منځ‌لوبو ته ووت او کوستاریکا خو جرمني له نړیوال جامه رخصت شول.

د فوټبال نړيوال جام چې قطر کې روان دی د دسمبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.