رينا اميري د يو شمېر هېوادونو له سفيرانو سره د افغان نجونو په اړه خبرې کړي

رينا اميري

د افغان ښځو لپاره دامریکا جګپوړې استازې وايي، د ازبکستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان له چارواکو او د تونس، اندونیزیا او د اسلامي همکارۍ له سفیرانو سره یې لیدلي او هغوی ټول له‌دې سره موافق وو چې د افغان نجونو زده‌کړې ضروري دي.

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره دامریکا ځانګړې استازې رینا امیري تېر ماښام په یوه ټویټ کې کښلي چې دا لیدنې کتنې یې په روانه اوونۍ کې له هغو هېوادونو سره چې د وګړو اکثریت یې مسلمانان دي، د دوامدارو تماسونو یوه برخه ده.

څه باندې ۱۵ میاشتې کېږي چې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې برخې دي.

که څه هم د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو بيا بيا غوښتنې کېږي، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه کومه پرېکړه نه‌کړې.