ملګرو ملتونو د اړمنو هېوادونو لپاره تر ۵۱ مليارده ډېرو ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ترکيې په يو کمپ کې د سوريې کډوالو، انځور - ارشيف

ملګروملتو او شریکانو یې پرون (پنجشنبه) په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د اړمنو هېوادونو لپاره د ۵۱ ملیارده او ۵ سوه میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې دومره مرسته نه وه غوښتل شوې.

ګومان کېږي چې په نړۍ کې به د هغو کسانو پر شمېر، چې مرستو ته اړتیا لري، لسګونه میلیون تنه زیات شي.

د ملګروملتو له لوري غوښتل شوې مرسته د روان ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۵ سلنه ډېره ده.

تر دې وړاندې دومره مرسته نه وه غوښتل شوې.

د ملګروملتو د بشري چارو د اټکل له‌مخې، راتلونکی کال به ۶۵ میلیون تنه نور بشري مرستو ته اړتیا لري او په ۶۸ هېوادونو کې د دغو کسانو ټول شمېر ۳۳۹ میلیون تنو ته رسیږي.

د ملګروملتو د بېړنیو مرستو همغږي کونکي مارتین ګریفیتس د اوکراین جګړې او په افریقا کې وچکالۍ ته په اشارې وویل، بشري مرستو ته اړتیا په بوږنوونکي ډول لوړه شوې ده.

د ده په وینا د سږ کال سختې پېښې د راتلونکي کال پر وضعیت اغېز شیندي.

جګړو او اقلیمي بدلونونو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ستونزه زیاته کړې ده.

په نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیون تنه کډوال دي.

جګړو او اقلیمي بدلونونو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو ستونزه زیاته کړې ده.

د ملګروملتو په راپور کې راغلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ۹ میاشتنۍ جګړې د خوراکي موادو د صادراتو بهیر ټکنی کړی او کابو ۴۵ میلیون تنه په ۳۷ هېوادونو کې له لوږې سره مخامخ دي.

په نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیون تنه کډوال دي.

ګریفیتس پرون د مرستې د غوښتنې په مهال وویل، د کرونا وبا د ماشومانو د واکسینونو په ځنډېدو کې ډېر رول لوبولی، د شدیدې بې‌وزلۍ د مخنیوي هڅې یې کمزورې کړي او د کولرا په شان ناروغۍ یې زیاتې کړي دي.

د بې‌وزلو هیوادونو لپاره د ملګروملتو د لسګونو میلیارد ډالرو مرستې تر غوښتلو یوه ورځ وړاندې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان د نفوس په درو کې دوې برخې به راتلونکی کال بشري مرستو ته اړ وي.