اسلامي دولت ډلې د خپل مشر وژل کېدل تأييد کړل

انځور - ارشيف

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله چې مشر یې په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی.

د دغې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه صوتي پیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، یوازې د خپل مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړې خو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له‌مخې د امریکا پوځ وویل، القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې په اکتوبر میاشت کې ویلي و چې، د سوریې هغو یاغیانو چې مخکې یې له حکومت سره روغه جوړه کړې، د درعا ولایت په جاسیم کلي کې د داعش یو شمېر وسله‌وال وژلي دي.

دغې ډلې په راپور کې ویلي و چې، په وژل شویو کې د دې ډلې یو عراقي مشر هم شامل دی چې د نښتې پر مهال یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي موادو ته چادونه ورکړې وه.

دا د داعش سخت دریځې ډلې دوهم مشر دی چې په روان کال کې وژل کېږي.

تر هغه مخکې د دې ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په فبروري میاشت کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا په یوه برید کې وژل شوی و.