اسپانيا کې د اوکراين په سفارت کې چاودنه شوې

اسپانيا کې د اوکراين سفارت کې چاودنه

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اوکراین په سفارت کې پرون چاودنه وشوه.

د سفارت د یوې استازې اولېه نیکولینکو په وینا دې چاودنې یو تن ټپي کړی دی چې د مرګ خطر یې نه‌شته.

نیکولینکو په خپل فېسبوک کې د د پېښې په تړاو څرګنده کړې ده چې سفارت ته د یوه استول شوي لیک د پرانیستو پر مهال دا چاودنه وشوه.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د پيښې تحقیقات وکړي او ښاغلي کولیبا په ټوله نړۍ کې د اوکراین پر سفارتونو غږ وکړ چې امنیتي تدابیر سخته کړي.