کرېکټ؛ سرېلانکا په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ سیالۍ

د سرېلانکا د کرېکټ ملي ټیم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

سرېلانکا چې د اسیا د کرېکټ اتله ده له افغانستان سره د دریو یو ورځنۍ لوبو کوربنه وه.

لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير وګټله او دوهمه لوبه د باران له امله ونه شوه.

په پرونۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ یوسل او دوه شپیته منډې جوړې کړې چې تر اوسه هیڅ افغان لوبغاړي دومره منډې په یو ورځینو لوبو کې نه‌دي کړي.

د ابراهیم ځدراڼ د دې منډو له امله افغان لوبډلې سرېلانکا ته د درې سوه څوارلس منډو هدف ټاکلی و چې سرېلانکا د شپږ لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اوور کې بشپړ کړ او د یو ورځنیو لوبو دا لړۍ د دواړو هېوادو ترمنځ یو د یو په وړاندې مساوي شوه.