کويټه کې ځان وژونکي بريد کې ۳ تنه وژل شوي او ۲۳ ژوبل دي

پاکستاني پوليس

په کويټه کې یوې ځان وژونکې چاودنې درې تنه وژلي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له‌مخې دا چاودنه نن سهار د پولیسو پر یوه موټر وشوه.

د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل چې، په مړو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه هم شامل دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دا یوه ځان وژونکې حمله وه چې نژدې ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکې مواد په‌کې کارول شوي وو.

د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP منلی دی.

نوموړې ډلې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره د افغان طالبانو په منځګړتوب لاسلیک شوی اوربند پای ته رسوي او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې د ټول هېواد په کچه حملې وکړي.