د ناټو غړو هېوادونو د اوکراين د انرژۍ تاسيساتو د بيارغونې برخه کې د مرستې ژمنه کړې

د اوکراين اټومي تاسيسات

د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اوکراین د انرژۍ د هغو تاسیساتو په بیا رغونه کې مرسته وکړي چې د روسیې په حملو کې سخت زیانمن شوي.

اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدانو غوښتي چې د برښنا د لېږد د ځانګړو تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې مرسته ورسره وکړي څو خپل د برښنا سیسټم بیا ورغوي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې په خپله غونډه کې وویل چې د اوکراین د انرژۍ د تاسیساتو د ترمیم په هدف د اړتیا وړ تجهیزاتو په ګډون له دې هېواد سره په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.

د دې غونډې په اعلامیه کې پر اوکراین د روسیې د دوامدارو حملو غندنه هم شوې ده او ویل شوي چې دې حملو میلیونونه اوکراینیان له اساسي بشري خدماتو څخه بې برخې کړې دي.

روسیې له اکتوبر میاشتې راهیسې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملې پیل کړي.

کییف او متحدان یې وايي چې د دې حملو هدف ملکي وګړو ته په عمدي ډول زیان اړول دي.