د فوټبال نړيوال جام؛ نن هم څلور لوبې ترسره کېږي

د فوټبال نړيوال جام

په قطر کې د فوټبال د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې نن څلور مسابقې کېږي.

لومړی د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې تونس له فرانسې او اسټرالیا له ډنمارک سره د مسابقې میدان ته وځي.

د کابل پر وخت د شپې یوولس نیمې بجې بیا د پولنډ او ارجنټاین دغه راز سعودي عربستان او مکسیکو ترمنځ مسابقه کېږي.

په پرونۍ مسابقه کې هالنډ دوه د صفر په وړاندې له قطر لوبه وګټله او سینیګال وتوانېد دوه د یو په وړاندې ایکوادور ته ماتې ورکړي.

انګلنډ وتوانېد درې د صفر په وړاندې له وېلز مسابقه وګټي.

په بله مسابقه کې امریکا متحدو ایالتونو یو د صفر په وړاندې ایران ته ماتې ورکړه.