رينا اميري د افغان ښځو زړورتيا وستايله

رينا اميري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د افغان نجونو او ښځو زړورتیا وستایله.

هغې تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په نړیواله کچه تر افغان ښځو او نجونو نور الهام بخښونکې نمونې نه‌شي موندل کېدای.

د هغې په خبره افغان ښځې او نجونې د تعلیم، کار او خپلو کورنیو ته د ازادیو لپاره مبارزه کوي.

د مېرمن امیري په خبره افغان مېرمنې او نجونې واقعي اتلانې دي، چې له ګواښونو، تاوتریخوالي او زنداني کېدو سره- سره د مبارزې لپاره ولاړېږي.

پرون د نوامبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو نړیواله ورځ وه او د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه اعلامیه کې د افغان او ایرانۍ مېرمنو زړورتیا ستایلې ده.

د طالبانو سرپرست حکومت لا هم نجونو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځې هم په اکثرو ادارو کې له کارونو منع شوي دي.

په ایران کې هم په وروستیو اعتراضونو کې تر ډېره ښځې مهم نقش لري.