يونېسف: افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

انځور - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

معرفه هغه مور ده، چې خپل ماشوم یې په بد حالت کې د ارزګان د مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون ته راويستلی دی.

دغه مور وايي، په کلي کې یې د ماشوم درملنې ته امکانات نه وو، کله چې یې په کور کې صحي وضعیت لا خراب شو، دوی اړ شول چې په نه امکاناتو یې روغتون ته ولېږدوي.

هغې ازادۍ راډیو ته وویل، میاشت کېږي، چې ماشوم یې په نس ناستې اخته دی.

نوموړې وويل: "میاشت کېږي چې کانګې کوي، له نسه ایله دی او تبې یې کېږي. په همدې حالت کې مې دلته روغتون ته راوړ چې دوا ورکړي. غواړو چې ناروغان مو جوړ شي، په کور کې مو نور هم ناروغ پراته دي."

دا یوازې د معرفې د ماشومې ستونزه نه‌ده، د افغانستان په زیاتو روغتونونو کې د ماشومانو څانګه له ناروغانو ډکه وي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف پرون وویل، چې په افغانستان کې په سلګونو-زره ماشومان د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي.

انځور - ارشيف

په افغانستان کې د یونېسف څانګې د ارتباطاتو مشرې، سم مورت (Sam Mort) پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "په افغانستان کې اته لکه ۷۵زره ماشومان د خوارځواکۍ له سخت خطر سره مخامخ دي. د یونېسف د افغانستان څانګه له نړیوالې ټولنې د عاجل ملاتړ غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د سختۍ خوارځواکۍ مخه ونیسي او د هغو هلکانو او نجونو درملنه وکړي، چې له دې رنځ څخه کړېږي."

"په افغانستان کې اته لکه ۷۵زره ماشومان د تلف کېدو له سخت خطر سره مخامخ دي."

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یا سیف د چلډرن په وروستیو کې ویلي په افغانستان کې شا و خوا ۱۰ ملیونه ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي چې کافي خواړه نه ور رسېږي.

دغې ادارې ویلي، هره ورځ په دغه هېواد کې ۹ ملیونه او ۶ لکه ماشومان وږي پاتې کېږي چې په لنډمهال کې بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مرستیال رامز الاکبروف ویلي وو، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ اندازه ډېره زیاته ده او درې نیم ملیونه ماشومان د تغذیې په برخه کې تداوۍ ته اړتیا لري.