امریکا: د چین خلک په سوله ییزه توګه د لاریونونو د ترسره کولو حق لري

په چین کې د روانو لاریونونو یو انځور

د امریکا متحده ایالتونه وایي، د چین خلک حق لري چې په سوله ییز ډول لاریونونه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی له ډېرې مودې راهیسې وایي چې هرڅوک د سوله ییز اعتراض حق لري او د چین خلک هم.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د شانګهای په ګډون د چین څو ښارونو کې خلکو د کرونا د نویو لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې مظاهرې پيل کړي دي.

دغه مظاهرې په تېره یوه لسیزه کې بې ساري بلل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د چین پولیسو په شانګهای بیجینګ او یو شمېر نورو ښارونو او لسګونه پوهنتونونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.