د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د ترلاسه شویو عوایدو نوې کچه اعلان شوه

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه د الوتنو د تېرېدو له درکه هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې سرپرست مشر انعام الله سمنګاني پرون پر ټویټر لیکلي دي چې د متحده عربي اماراتو له ګاګ نومي شرکت سره د یوه تړون تر لاسلیکېدو وروسته د هېواد له هوايي حریم څخه اوس تقریباً سلګونه الوتنې تېرېږي او حکومت له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د میاشتې نږدې ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.

که څه هم د افغانستان د هوايي حریم له درکه د تېرکال د عوایدو دقیق ارقام نه شته، خو د ملکي هوایي چلند ادارې د وړم کال عواید څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ یاد کړي و.

د طالبانو حکومت داسې مهال له بېلابېلو مالي سرچینو د عایداتو د لوړېدو خبره کوي چې په افغانستان کې تر نیمایي زیات وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د سږ کال په اپرېل کې نړیوال بانک وویل چې د افغانانو د سړي سر عواید د پام وړ کم شوي دي.