ملګري ملتونه: ۲۴،۳ میلیون افغانانو ته مو مرستې رسولي

ارشیف

ملګري ملتونه وايي چې د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیون خلکو ته مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۱،۷ میلیون خلکو سره د غذايي موادو، له ۹،۸ میلیون خلکو سره د اوبو او حفظ الصحې په برخو او له ۵،۲ میلیون خلکو سره د غذايي تقویې په برخو کې مرستې شوې دي.

اوچا وايي، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

دې ادارې په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د بېوزلو خلکو شمېر ۹۷ سلنه زیات شوی دی.