سټولټنبرګ: د ناټو غړي هېوادونه دې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي د ټلوالې پر غړو غږ کړی چې اوکراین ته د هوايي مدافعې د سیسټمونو د ورکولو په برخه کې نور اقدامات وکړي.

یینس سټولټنبرګ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې پر اوکراین د روسیې هوايي حملې د ژمي له راتلو سره سره روانې دي.

سټولټنبرګ پرون وویل، د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې یو پیغام به اوکراین ته د هوايي مدافعې د نورو سیسټمونو، مهماتو، اضافي پرزو او د پوځي روزنې د ورکولو اړتیا وي.

دا غونډه نن په بخارست کې پیلېږي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هڅه کوي چې له ژمي څخه د اوکراین پرضد د یوې وسلې په توګه کار واخلي.