اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژيا له اټومي تاسيساتو ووځي

اوکراين کې د زاپوروژيا اټومي بټۍ تاسيسات

د اوکراین د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې مشر وايي، روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژیا له اټومي تاسیساتو څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي.

پیټرو کاټین پرون (د نومبر ۲۷مه) وویل چې په دې اړه یې ځینې نښانې لیدلي.

خبري اژانسونه راپور ورکوي چې د روسیې دا کار به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په ډګرونو کې لوی بدلون راولي.

د مارچ په میاشت کې، روسي ځواکونو پر اوکراین تر یرغل څو اوونۍ وروسته د زاپوروژيا اټومي تاسیسات ونیول.