افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

د کرېکټ نړیوالې شورا بېګا ناوخته اعلان وکړ چې، افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ته په مستقيمه توګه لار پيدا کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې له سرېلانکا سره د افغانستان دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه پنځه امتیازونه په جدول کې ورسېدل او په همدې خاطر افغان ټیم د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته ووت.

افغانستان دمګړۍ د سوپر لیګ په اووم مقام کې دی او دا اوه واړه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي.

افغانستان له سرېلانکا یوه لوبه ګټلې، یوه یې د باران په خاطر بشپړه نه‌شوه او سبا به وروستۍ لوبه ورسره لري.

افغانستان د کرېکټ په سوپر لیګ کې چې هدف یې مستقیما نړیوال جام ته د اتو ټیمونو وتل دي له دیارلسو لوبو ۱۱ ګټلي او ۱۱۵ نمرې لري.