په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت

په چک جمهوریت کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ.

په پراګ کې دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او په افغانستان کې له حاکم نظام سره په تماس کې دی.

په اطلاعیه کې راغلي چې د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل هم دغه اطلاعیه بیا ټوېټ کړې ده.

د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې چې خپل ځینې کسان د ډیپلوماتانو په توګه ورولېږي.