ایران کې یو فعال 'حسین رونقي' له بنده خوشې شو

حسین رونقي

ایراني چارواکو پرون د دغه هېواد یو فعال حسین رونقي په ضمانت له بنده خوشې کړ.

رونقي په زرګونو هغو کسانو کې شامل و، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو.

په ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې یوې ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، توقیف ته تر لېږدول وروسته ساه ورکړه.

د هغې پلویان وايي مهسا د پولیسو د شکنجې له کبله ساه ورکړې ده.

وروسته له هغې چې د بشري حقونو فعال حسین رونقي تېره میاشت غذايي اعتصاب پیل کړ، د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې.

د هغه ورور حسن په ټویټر کې لیکلي، چې ورور یې تېره شپه په ضمانت خوشې شوی او درملنه یې روانه ده.