د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي

ارشیف

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن څلور لوبې ترسره کېږي.

هسپانیا له جرمني اوجاپان له کوستاریکا سره لوبې کوي.

بلجیم د مراکش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي او کرویشیا هم له کاناډا سره مخامخ کېږي.

پرون د دې جام لوبو په لړۍ کې پولنډ عربستان ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، استرالیا له تونس څخه یو د صفر پر وړاندې لوبه وګټله، فرانسې دوه د یوه پر وړاندې ډنمارک مات کړ او ارجنټاین له مکسیکو څخه لوبه دوه د صفر پر وړاندې وګټله.

د فوتبال د نړیوال جام لوبې به د ډسمبر تر ۱۸مې پورې دوام کوي.