د پښتو او دري ادبیاتو د دوو نامتو څېرو مړینه لویه ضایع وبلل شوه

د عکس ښي لور ته صالح محمد زېری او چپ لور ته اسدالله حبیب

په افغانستان کې د پښتو او دري ژبو د ادبیاتو کورنۍ د صالح محمد زېري او اسدالله حبیب مړینې د ویر په ټغر کېنولي.

په افغانستان کې بیدل شناس، شاعر او دري ژبې داستان لیکونکی اسدالله حبیب او د پښتو ژبې لیکوال او پخوانی سیاستوال صالح محمد زېری مړه شول.

اسدالله حبیب په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې زېږېدلی و.

شاعر، لیکوال او د پوهنتون استاد ښاغلی حبیب په دري ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې.

نوموړي په ۱۳۷۱ کې په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو وروسته له افغانستانه المان ته کډوال شو.

اسدالله حبیب په المان کې د لیکوالۍ او شعر ویلو ترڅنګ بیدل شناسۍ ته هم مخه کړه او په دې برخه کې یې څو کتابونه ولیکل.

نوموړې له تېرو څلور کلونو راهیسې د زړه له ناروغۍ کړېده چې د تېرې جمعې په ورځ یې خپل روح حق ته وسپاره.

د اسدالله حبیب ورور امین حبیب د هغه د کارونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه دا یوه لویه او فوق العاده ضایع یادوم. په ژوند داسې وخت هم چې نوموړی تر ناوخته شپې پورې کمپیوټر ته کېناسته او عملي کارونه یې کول او دا کارونه یې خلکو ته و، زما په نظر دا یوه لویه ضایع ده."

بیدل د زمانونو شاعر، په شلمه پېړۍ کې د دري ادبیات، د بیدل د داستان لیکو ځانګړنې او اماني دورې څلور عنصره د ښاغلي حبیب مشهور اثار دي.

اسدالله حبیب به ادبیاتو کې د مصروفیتونو ترڅنګ د وخت په سیاست کې فعاله ونډه هم درلوده.

نوموړی په ۱۳۴۶ کې د خلق دیموکراتیک حزب اصلي غړیتوب هم ترلاسه کړ او له هغې وروسته یې په ۱۳۶۵ د دې حزب د مرکزي کمېټې غړی هم وټاکل شو.

له دې سره هممهاله صالح محمد زېری د پښتو ژبې لیکوال، شاعر او سیاستوال هم د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۸۷ کلنې په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله په بریتانیا کې ومړ.

زېری په ۱۳۱۴ لمریز کال کې په کندهار ولایت کې وزېږېده.

نوموړی د شاعرۍ او پښتو ادبیاتو په برخه کې د پنځونو تر څنګ سیاسي فعالیتونه هم درلودل او همدا و چې په ۱۳۵۷ کې د خلق دیموکراتیک ګوند په واک ته رسېدو سره د کرنۍ او وروسته بیا د عامې روغتیا وزیر وټاکل شو.

نوموړی په تېرو څو نظامونو کې د سیاسي فعالیتونو له امله ان د سیاسي بندي په توګه زنداني هم شو او له هغې وروسته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې او د نوموړي مېرمن او دوه اولادونه یې د نامعلومه وسله والو لخوا ووژل شول دی هم بریتانیا ته لاړ او هملته یې روح حق ته وسپاره.

د زېري لور نجیبه لېمه کسرایي د هغه په اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ما کم لیدلی چې ده له چا نفرت کړی وي. د نیم قرن په کتاب کې یې په یو ځای کې د زندان له یوه ساتونکی ستاینه کړې چې یو لوړ قد او ښکلی انسان و، ما ورته وویل چې هغه چا چې تاسو یې شکنجه کولئ تعریف مو ورته کړی ویلي زه یې په اړه بل څه نه شم ویلی، خو وروسته بیا ولیکل چې زه د یوې ګرمې شکجنې وروسته له هغه سره ملګری شوم یعنې له هر چا سره یې اړیکې جوړولې."

اغلې لېمه وايي، له هغې وروسته چې مور، ورور او خور مړه شول پلار یې ۱۵ کتابونه ولیکل چې مشهور یې د هغه د نیمې پېړۍ خاطرات دي.