د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن لومړۍ لوبه د تونس او استرالیا ترمنځ ده

قطر کې د فوټبال یو لوبغالی

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې نن هم څلور لوبې په پام کې دي.

د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو د تونس او استرالیا لوبه پیلېږي.

د مازیګر په پنځه نیمو بجو به د پولنډ او سعودي عربستان لوبه وي.

د شپې په اته نیمو بجو د فرانسې او ډنمارک لوبډلې سره مخامخ کېږي او د شپې په یوولس نیمو بجو به ارجنټاین او مکسیکو د سیالۍ ډګر ته ننوځي.

د نننیو لوبو په حریفانو کې یوازې سعودي عربستان او فرانسه تراوسه یوه یوه بریا لري او درې درې امتیازونه یې ګټلي.

په پرونیو لوبو کې ایران ویلز ته دوه- صفر ماتې ورکړه.

سنیګال قطر ته درې یو ماتې ورکړه، هالنډ له اکوادور سره یو- یو مساوي شو او د انګلستان او امریکا لوبه هم.