پارکونو او جيمونو ته د نجونو او مېرمنو د تګ پر ممانعت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ارشيف

کانفرزیسشن خپرونه:

  • کانفرزیسشن خپرونې په وروستیو کې د طالبانو له لورې پارکونو او جیمونو ته د نجونو د تګ د ممانعت موضوع راسپړلې ده.

خپرونه د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړې استازې الیسون داویدیان په وینا لیکي، دا د طالبانو له لورې له عام محضر څخه د مېرمنو د حذفولو یوه بله بېلګه ده.

اغلې داویدیان له طالبانو غوښتې دي چې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ بېرته ورکړي.

خپرونه وړاندې لیکي، په تېرې نژدې نیمې پېړۍ کې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه اکثر وخت د جګړې د توجیه کولو لپاره سیاسي استفاده شوې ده.

کانفرزیشن وړاندې لیکي، په دوه زره څلورم کال د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو د حقونو موضوع ته پاملرنه وشوه، دا اساسي قانون حکم کوي چې د پارلمان او ولایتي شوراګانو پنځه ویشت په سلو کې څوکۍ باید د ښځو وي.

په اساسي قانون کې همدا راز افغان دولت مکلف ګڼل شوی دی چې د ښځو د حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو درناوی وکړي او عملي یې کړي.

خپرونه بیا لیکي، د ښځو د حقونو په تړاو د جمهوریت په وخت د ښځو د چارو وزارت جوړ شو، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا پرمختګونه ودرېدل او د ښځو د چارو وزارت لغوه شو.

خپرونې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو مساله هم یاده کړې ده او څرګندوي چې یو شمېر افغان ښځو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په ډېر جرات سوله‌ییز لاریونونه کړې دي که څه هم د دوی مخه نیولې شوې، تهدید شوي، نیول شوي او شکنجه شوې دي.

په دې لیکنه کې بیا راغلي دي چې په افغانستان کې دا هرڅه د ښځو پر ضد په داسې حال کې روان دي چې اکثر اسلامي هېوادونه د فیمینیزم د بیا را ژوندي کېدو شاهدان دي.

ګلوب اینډ میل ورځپاڼه:

  • ګلوب اینډ میل کاناډایۍ ورځپاڼه لیکي، هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د حقونو د ارتقا په هدف د کاناډا له لورې په تمویل شویو پروژو کې کار کاوه اوس په پاکستان کې بند پاتې دي او وایي چې له یوه کال څخه زیات وخت وشو چې دوی انتظار دي چې کاناډا ته به ځي.

دا کډوال وایي چې اوس یې د خوراک او د کورونو د کرایې پیسې کمې شوې دي.

ورځپاڼه لیکي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، دوی کار نه‌شي کولی، ماشومان یې ښوونځیو ته نه ځي او په ځینو مواردو کې له دې خطر سره مخامخ دي چې له پاکستانه به وایستل شي، بل لور ته په افغانستان کې له دې ویریږي چې طالبان به له دوی څخه انتقام واخلي.

ایفنیننګ سټنډرډ خپرونه:

  • ایفنیننګ سټنډرډ خپرونې بیا د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې ده چې برېتانیا ته رسېدلې دي.

دا خپرونه لیکي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته برېتانیا ته د تللیو افغانانو له ډلې لاهم څه باندې نهه زره په هوټلونو کې ژوند کوي.

د ورځپاڼې په باور د دغو کډوالو نیمایي ماشومان دي.

ورځپاڼې د برېتانیا د کورنیو چارو د وزارت د روانې میاشتې د لومړیو وختونو شمېرې شریکې کړې دي چې نهه زره دوه سوه دوه څلوېښت افغانان په درې شپیته هوټلونو کې په موقتي ډول ژوند کوي.

د ایفننینګ سټنډرډ په وینا څه باندې اووه زره افغانان شخصي کورونو ته انتقال شوي دي.

د پروسږکال د اګست له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، څه باندې دوه ویشت زره اته سوه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوې دي چې ځیني یې برېتانیایي تابعت لري.