د ابن سينا مرکز معتادین: د نشې پرېښودو پر مهال کافي خواړه نه رارسېږي

يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

د معتادینو د درملنې په ځينو مرکزونو کې معتادین د کافي خوړو او درملو نه درلودلو له امله شکايت کوي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز مرکز چې لسګونه ناروغان د غرمې د ډوډۍ خوړلو لپاره سره راټول شوي دي، د د خوړو په لېست کې يوازې وريجې لري.

صمد چې له دوو اوونیو راهيسې په دې مرکز کې بستري دی، اوس د نشې پرېښودلو پړاو ته داخل شوی او اشتها يې هم ډېره شوې ده.

صمد وايي، دی د زهر ايستلو په پړاو کې دی او په دې پړاو کې يې وجود ډېرو خوړو ته اړتيا لري، خو په دې مرکز کې کافي خواړه نه‌شته.

"خواړه يې يو څه کم دي، ډېری ناروغان د خوړو له کموالي شکايت کوي"

نوموړی وايي: "خواړه يې يو څه کم دي، ډېری ناروغان د خوړو له کموالي شکايت کوي، مثلا څوک چې پايواز لري خپل ناروغ ته پيسې ورکوي، ځينې بیا روغتون ته نسوار راوړي او بیا دا نسوار په ډوډۍ تبادله کوي، باید ډوډۍ ډېره شي چې ناروغان داسې کار و نه کړي."

د ابن سينا زر بستريز روغتون يو بل ناروغ ګلزمان وايي چې، د ناروغانو ترڅنګ، د دې مرکز کارکوونکي هم د امکاناتو د نشتوالي له امله شکايت کوي.

ګلزمان زياتوي چې، دا وضعیت کله ناکله له معتادینو سره پر چلند هم ناوړه اغېز کوي.

نوموړی وايي: "معتادین کمزوري دي باید خوراکي مواد ورته ورسوي، د ډاکټرانو موټر پنځه ورځې تېل لري او وروسته ولاړ وي. هغه کارکوونکي چې د صفايي لپاره راځي د معاشونو نه اخيستلو له امله شکايت کوي او هره ورځ يې اعصاب خراب وي."

يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ د بندېدو تر څنګ، د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره د معتادینو د درملنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مالي او روغتيايي مرستې هم بندې شوي او د دې مرستو د بندېدو د معتادینو د درملنې خدمات ټکني کړي دي.

د دې مرستو بندېدل د دې سبب شوي چې، د معتادینو د درملنې مرکزونه تر پنځوس سلنه ډېر خپل فعالیتونه ودروي او داخل بستر خدمات هم تر نيمايي لږ کړي.

د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز مرکز مشر مولوي عبدالناصر منقاد وايي، که څه هم د ځينو بهرنیو مرستندویه ادارو له‌خوا له دوی سره د مرستو ژمنه شوې ده، خو تر اوسه يې په عملي ډول له دوی سره مرسته نه‌ده کړې.

"موږ نژدې زر ناروغان لرو، امکان لري چې په ژمي کې زموږ ناروغان نور هم ډېر شي"

نوموړی وايي: "موږ نژدې زر ناروغان لرو، امکان لري چې په ژمي کې زموږ ناروغان نور هم ډېر شي، موږ د معتادینو لپاره د لباس، خوړو او درملو په برخه کې ستونزې لرو."

په دې مرکز کې داخل بستر ناروغان او د دې مرکز چارواکي داسې مهال شکايت کوي چې د طالبانو حکومت تازه ويلي، په کابل کې د معتادینو د درملنې پنځه زره بستريز مرکز د جوړېدو کار بشپړېدو ته نژدې شوی دی.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت ويلي چې، د دې مرکز مالي چاري په مستقيم ډول د طالبانو حکومت پر غاړه اخلي، خو د معتادینو د درملنې کارپوهان د موجوده مرکزونو وضعیت ته په کتو سره، د دې مرکز د برياليتوب په اړه پوره ډاډمن نه‌دي.
--------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د ابن سينا مرکز معتادین: د نشې پرېښودلو له‌‌پاره انرژۍ ته اړتيا ده، خو موږ کافي خواړه نه لرو