برښنا شرکت: کابل او ۱۸ولايتونو کې د وارداتي برښنا بهير عادي شوی دی

انځور - ارشيف

د افغانستان برښنا شرکت وایي، د کابل په ګډون اتلسو ولایتونو ته له ازبکستانه د وارداتي برښنا بهیر بېرته عادي شوی دی.

دې شرکت نن په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې دغو ولایتونو ته د برښنا جریان وروسته له هغې پیل شو چې تېره شپه د ازبکستان د وارداتي برښنا دوهم سرکټ بېرته فعال شو.

د افغانستان د برښنا شرکت چارواکو له دې مخکې ویلي و چې ازبکستان له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې افغانستان ته واردېدونکې برښنا سمه نیمه راکمه کړې ده.

د چارواکو په خبره افغانستان له ازبکستان څخه ۴۳۰ میګا واټه برښنا واردوي چې هغه یې په دې موده کې ۲۰۰ میګا واټه ته راښکته کړې وه.

افغانستان د اړتیا وړ برښنا شاوخوا اویا سلنه یې له ګاونډیو هېوادونو وارودي.