د سرېلانکا او افغانستان کرېکټ؛ افغان لوبډله توپ‌وهنه کوي

د افغانستان او سرېلانکا ترمنځ يو ورځنۍ سيالي

د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم له سرېلانکا سره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیل کړې ده.

افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د سوپرلیګ په دور کې ترسره کېږي.

د سوپرلیګ د پړاو د سر اته ټیمونه مستقیماً نړیوال جام ته وتلی شي.

که افغانستان د سرېلانکا په وړاندې په دې سیریز کې دوه لوبې هم وګټي نو نړیوال جام ته ورتګ یې تر ډېره کره کېږي ځکه مخکې یې د سوپر لیګ له دولسو لوبو ۱۰ ګټلي.