د اروپايي ټولنې د کډوالو چارو وزيران نن بروکسل کې غونډه لري

د اروپايي ټولنې بيرغونه

د اروپایي ټولنې د کډوالو د چارو وزیران نن په بروکسل کې د کډوالو پر مساله غونډه لري.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې اروپا ته د کډوالو د ورتګ په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا سږ کال تر اوسه د مدیترانې له لارې څلور نوي زره کډوال اروپا ته اوښتې دي، چې دا شمېره پروسږ کال اووه شپته زرو ته رسېده.