ګوتيريش: د ښځو د ټولو مدافع سازمانونو مالي ملاتړ بايد وشي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیریش

نن جمعه د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیریش په ټولو حکومتونو غږ کوي چې د ښځو د حقونو د ټولو مدافع سازمانونو او خوځښتونو مالي وکړي کړي.

هغه زیاته کړې ټول باید په ګډه د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړو، په زغرده اعلان وکړو: "موږ ټول فیمینستان (د ښځو د حقونو ملاتړي .) یو."

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیواله ورځ داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې دي او ښځې له کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو منع شوي.

د طالبانو حکومت که څه هم رد کړې خو د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو مدافع سازمانونو له خوا تورن شوي چې د ښځو په وړاندې له تاوتریخجن چلند کار اخلي او حقونه یې نه تامینوي.