زلنسکي: روسيې مو د ماتې لپاره کومه لاره نه‌ده موندلې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي وايي، پر دغه هېواد د روسیې له بشپړ یرغل نهه میاشتې تېرې شوې، خو دښمن یې "د ماتې لپاره کومه لاره نه ده موندلې او نه به یې هم ومومي."

نوموړي په خپله وینا کې بېګا زیاته کړه چې د دغه هېواد پوځي ځواکونه ټول مهم استقامتونه په لاس کې لري.

خو د راپورونو له‌مخې ډېری اوکراینیان دا وخت په ملکي زېربنا باندې د روسیې د راکټي بریدونو په دوام سره شپې په تیاره کې سبا کوي او اوبه هم پرې بندې شوي.